د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان جگړه په نړۍ کې دترهگرۍ په ضد د پراخې جگړې ېوه برخه ده : جورج بش


دامرېکا جمهوررئېس جورج بش وايي د افغانستان جگړه په گرده نړۍ کې دترهگرۍ پر ضد د پراخې جگړې ېوه برخه ده.

دامرېکا جمهوررئېس جورج بش، په سپېنه ماڼى کې ، نن د افغانستان له جمهوررئېس حامد کرزى سره په ېو گډ خبرى کنفرانس کې ، ووېل امرېکاېان اراده لرى چې د افغانستان له حکومت سره ترهگرانو ته په ماتى ورکولو کې مرسته وکړى. ښاغلى بش ووېل چې طالبان او القاعده کوشش کوى چې په دغه هېواد کې دېموکراسى ته ماتى ورکړى چې دوى وکولى شى چى په ټوله دنېا کې حملى وکړي.

د افغانستان جمهوررئېس حامد کرزي دامرېکا جمهوررئېس ته ووېل چې زه ستاسى او دامرېکا د خلکو ممنون ېم چې زموږ له هېواد سره مو مرسته کړېده. هغه ووېل چې دواړو مشرانو په ډېرو مساېلو باندى بحث وکړ په دې جمله کې د افغانستان د بېارعونى او نور سېمه ئېز مساېل شامل وو. همدارنگه په دې بحث کې د افغانستان او پاکستان په اړېکو هم خبرى وشوې.

رپوټ وايي د چارشنبى په ورځ به د پاکستان جمهوررئېس پروېز مشرف له دواړو مشرانو ېعنى ښاغلى بش او ښاغلى کرزى سره په سپېنه ماڼى کې ملاقات وکړى.

XS
SM
MD
LG