د لاس رسي وړ اتصالات

د ېاغى طالبانو د تشدد د زېاتېدو پړه پر پاکستان نه ور لوېږي : مشرف


د پاکستان جمهوررئېس هغه ادعاگانې رد کړېدى چې وايي د ېاغى طالبانو د مخ په زېاتېدونکي تشدد پړه پر پاکستان ور لوېږي.

ښاغلى مشرف دنېوېارک د خارجى اړېکو په شورى کې دخبرو پروخت د افغانستان د جمهوررئېس حامد کرزى هغه ادعاگانى رد کړې چې وايي ېاغى طالبان چې د پاکستان په سرحد ى سېمو کې پټېږى د افغانستان په زېاتېدونکي تشدد او مرگ ژوبلې کې لاس لرى.

ښاغلى مشرف ووېل جمهوررئېس حامد کرزى د افغانستان د مشر تابه لپاره تر ټولو غوره شخصېت دى خو هغه داهم ووېل ددى لپاره چى ېاغى طالبانو ته ماتى ورکړى ښاغلى کرزى ته پکاردي چې دخپل هېواد په حالاتو پوه شى.

ښاغلى مشرف پر افغانستان غږ وکړ چې د پښتون قوم د بېگانه کولو پالېسى ترک کړى ځکه چې همدا قوم د طالبانو لپاره د ملاتړ منبع ده. ښاغلى مشرف د خپل هغه کتاب په باب خبرى کولى چې ددوشنبى په ورځ چاپ شو . د جنرال مشرف دکتاب نوم

(("In the Line of Fire") دى.

رپوټ وايي د پاکستان جمهوررئېس پروېز مشرف به دامرېکا د جمهوررئېس جورج بش او د افغانستان د جمهوررئېس حامد کرزى سره د چارشنبى په ورځ ملاقات کوى.

جنرال مشرف په خپل کتاب کې وېلى دى چې داستخباراتو مرکزى ادارى د القاعده د هغو په سوونو غړېو په مقابل کې چې دوى نېولى او امرېکا ته ېې په لاس ورکړېدى په ملېونو نوډالره دده حکومت ته ورکړېدى. ښاغلى مشرف د ډالرو ټوله اندازه نه ده ښودلى خو د ٢٠٠١ مېلاد ى کال د سېپتمبر د ١١مې نېټى د ترهگرى د حملو نه وروسته ېې ۴٠٠ سوه کسان چې د القاعده د غړېو گومان پرې کېده دامرېکا حکومت ته په لاس ورکړېدى. جنرال مشرف دا هم لېکلى دى چې د سېپتمبر د ١١مى نېټى دترهگرى د حملو نه وروسته چې دامرېکا په مشرۍ دترهگرى جگړه پېل شوه، ده پرته له دېنه چې د طالبانو له ملاتړ نه لاس واخلى بله لاره نلرله .

XS
SM
MD
LG