د لاس رسي وړ اتصالات

دعراق دجنگ په باره کې نوی انتقادونه راپورته شویدی


جمهوررئیس بوش په امریکایانو باندی غږکړیدی چې پخپله دی دامریکا داستخباراتوهغه رپوټ ولولی چې پدی وروستیووختو کې خپورشویدی .دغه رپوټ دعراق دجنگ په باره کې نوی انتقادونه راپورته کړیدی .

ښاغلی بوش پخپله هفته ایزه راډیوئې ویناکې وویل، ددغه سند مهمی برخی چې دتروریزم په باره کې دملی استخباراتودتخمین په نامه یادیږی، لدی لپاره خپری شویدی چې کیدای امریکایان پخپله فیصله وکړی . ښاغلې بوش خپل پخوانی وینا بیا تکرار کړه چې وائې، هغه کسان چې وائې، دتروریزم په خلاف جنگ نورو ترورستی حملو ته لمن وهی، ددښمن دپروپاگنډ ترتاثیر لاندی راغلی دی .

دعراق په جنگ کې یو پخوانی معیوب شوی کس چې دولسی جرگې لپاره یو ډیموکرات کاندید دی ، دجمهوررئیس دغه ادعا ئې دډیموکراتانو دهفته ایزی راډیووینا کې ردکړه . دپوځ پخوانې تورنی ټامی ډک ورت چې په هلیکپټرباندی ئې په حمله دواړه پښی دلاسه ورکړیدی، وویل، دعراق دژغورنی دسټراټیجی په ځای ، هسی خبری کوی.

ښاغلې داخبره هم وکړه چې داستخباراتو رپوټ دهغه دوینا ملاتړکوی چې وائې، له عراق نه سمدستی وتل به ترورستانوته جرآت ورکړی.

درپوټ ځینی سری برخی دتیری یکشنبی په ورځ دامریکا مطبوعاتو خپری کړی وی . جمهوررئیس داگمان کوی چې دنومبردمنځنی دوری دانتخاباتونه دمخه دسیاسی هدف لپاره خپری شویدی .

XS
SM
MD
LG