د لاس رسي وړ اتصالات

اسرائیل به خپل عسکر ترسبا پوری له جنوبی لبنان نه اوباسی


دلبنان مقامات وائې، دملگرو ملتونو سوله ساتونکو ورته ویلی دی چې اسرائیل به خپل عسکر ترسباپوری له جنوبی لبنان نه اوباسی

په بیروت کې ماموران وائې، دملگرو قوماندان تورن جنرال الین پیلگرینی دلبنان صدراعظم فواد سینورا ته پرون ناوخته ددغه پلان په باره کې وویل.

دملگروملتونو دقوا لپاره مامورانو ددغه رپوټ په باره کې تبصره ونکړه .

داسرائیلو مامورانو وویل، عسکربه ئې دشنبی په ورځ په جنوبی لبنان کې نوره سیمه دملگرو ملتونو قواو ته وسپاری . مگر دوی داخبره ونکړه چې کله به له جنوبی لبنان نه دعسکرو وتل بشپړشی .

دهغه وخت نه راپدی خوا چې داسرائیلو او حزب اله ترمنځ داوربند موافقه لاس لیک شویده ،اسرائیل له جنوبی لبنان نه خپل عسکر په مدارمدار اوباسی .

په عین وخت کې داسرائیلو دبیا ودانولو دچارو وزیر بنیامن بن ایلیزر وویل چې دده په قول اسرائیل باید دحزب اله مشر حسن نصراله له منځه یوسی .

XS
SM
MD
LG