د لاس رسي وړ اتصالات

هند د بومبئ د بم چوونو شواهد پاکستان ته ورکوى


دهند خارجه وزارت وايي نوى ډېلى به هغه شواهد پاکستان ته په لاس ورکړى چې دا څرگندوى چې د پاکستان د پوځ استخباراتى ادارې په بمبئي کې د جولاى په ېوولسمه نېټه باندى د بم چوونو پلان جوړ کړى و. په دغه چاودنه کې ١٨٦ کسان ووژل شول. دهند خارجه وزېر شېو شنکر مېنن نن د ېکشنبى په ورځ ووېل هند داسى شواهد لرى چې دا څرگندوى چې د پاکستان نظامى استخباراتى ادارې په بمبئى کې د حملو پلان جوړ کړى و او په پاکستان کې دېره لشکر طېبه دابمونه په اورگاډو کې اېښى وو.

د بمبئي د پولېسو مشر اې اېن راى د ېو خبرى کنفرانس په ترڅ کې دا ادعا گانى وکړې. پاکستان سمدلاسه دا ادعاگانى رد کړې ، بى اساسه او غېرمسوولانه ېې وبللى. د اطلاعاتو اوکولتو ر وزېر طارق عظېم له هند نه وغوښتل چې که په دې برخه کې څه اسناد او شواهد لرى هغه دې پاکستان ته وړاندى کړى. ښاغلى راى ووېل هغه چاودونکى مواد چې په دې چوونو کې استعمال شوېدى هغه له پاکستا نه راغلى دى. هغه کسان چې ددغو چاودنو پلان ېې عملى کړېدى هغه هم په پاکستان کې روزل شوىدى. دا بمونه د پنځه لسو دقېقو په فاصله کې په اوو اورگاډو کې په داسى وخت کې وچاودېدل چې دخلکو گڼه گوڼه پکى ډېره وه. چاودنى د جولاى په ېوولسمه نېټه وشوې.

له دغو چاودنو نه وروسته هند له پاکستان سره د سولى دوه کلنى خبرى وځنډولى. هند وايي چې ددې حملو ملاتړ له بهر نه کېږى. خو ددې مېاشتى په سر کې دواړو هېوادونو دا پرېکړه وکړه چې د سولى خبرى بېا پېل کړى او ېوه نظام جوړ کړى چې له ترهگرى سره په گډه مقابله وکړي.

XS
SM
MD
LG