د لاس رسي وړ اتصالات

یو امریکایی سناتور وایی چی پاکستان باید د افغانستان سره خپل سرحد کنټرول کړی


یو امریکایی سناتور چی افغانستان ته په سفر تللی وایی پاکستان ته په کار دي چی د خپل سرحد په کنټرول او افغانستان ته د یاغیانو د اوښتو په مخنیوي کی ډیر څه وکړی .

د امریکا د روډ آیلینډ سناتور جیک ریډ چی د مشرانو په جرگه کی د وسله والو خدماتو د کمیټې غړی دی دا وینا نن په کابل کی وکړه . هغه وویل چی پاکستان باید جدی اقدامات وکړی چی طالبان په پاکستان کی دننه ځانونه تنظیم نه کړای سی . هغه دا وینا څو ساعته وروسته له هغه وکړه چی افغان مامورینو وویل چی یوه ځان مرگي بم چونکي د خوست په ولایت کی د پولیسو یو صاحب منصب وواژه .

XS
SM
MD
LG