د لاس رسي وړ اتصالات

د زلزلی دلاسه ځپل شوو پاکستانی سیمو ته امریکای هیلی کاپټر استول شویدی


په داسی حال کی چی په پاکستان کی د تیر کال د اکتوبر د اتمی نیټی د زوره وری زلزلی یو کال پوره کیږی ، د امریکا متحده ایالاتو د دغی زلزلی دلاسه ځپل شوو سیمو ته د مرستو دپاره چینکو هیلی کاپټری استولی دی. د پاکستان د د دغی زلزلی نه پس قریب دری میلونه انسانان بی کوره شوی وو

دغه امریکایی هیلی کاپټر او عمله یی د الایی او کاغان په سیمه کی د خلکو د کورنو د پاره تعمیراتی سامان رسولو کی مرسته کوی. په دغه سامام کی د کورنو د سرونو د پټولو دپاره لس زره دانی اهنی څادرونه شامل دی

د امریکا متحده ایالاتو دا ژمنه کړیده چی د دغی زلزلی د لاسه ځپلو شوو سیمو سره به د بیا جوړونی په کارونو تر څلورو کالو پوری د د دوو سوو میلونو نه زیاتو ډالرو مرستی کوی.

تیرکال د اکتوبر په اتمه د دغی زلزلی د راتلو نه سمدستی پس د امریکا چینکو هیلی کاپټرو د ژوندی پاتی کسانو سره د عاجلو مرستو لکه اوبو خوړو، دارو درملو په رسولو کی ډیره مرسته کړی وه. دغو امریکایی هیلی کاپټرو شپږ زره پروازونه کړی وو او امریکایی عسکرو څلور زره مړی او زخیمان راویستی وو او د زرهاو زره ټنه بشری مرستی یی ورته رسولی وی

XS
SM
MD
LG