د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کي په ېوې انتحاري حملې کي اوه تنه وژل شوي دي


افغان مقامات وايي د کندهار په ښار کي د ناټو اتحاد یوه کتار ته څېرمه د موټر بم په یوې چاودني کي لږترلږه اوه ملکي کسان وژل شوي دي.

د کندهار د ښار یو پولیس وايي پدې چاودنه کي د ناټو اتحاد دوه عسکر او څو نور خلک ټپیان شوي دي. دا چاودنه د جمعې په ورځ د کابل-کندهار پر لویه لاره باندي وشوه.

دا حمله یوه ورځ وروسته له هغه کېږي چي د ناټو په مشرۍ قواو او افغان عسکرو د افغانستان په جنوبي سیمو کي لږترلږه ٢٠ تنه مشکوک یاغیان وژلي وو.

د ناټو اتحاد یو ویاند وايي دا جنگ هغه وخت پیل شو چي د یاغیانو یوې شپېتې کسیزي ډلي د پنجشنبې په ورځ د ناټو او افغان عسکرو پر یوې گزمې باندي برید وکړ.

دغه راز، د پنجشنبې په ورځ، د خوست په ښار کي د امریکايي عسکرو یوې گزمې ته څېرمه یو موټر بم وچاود. پدې چاودنه کي، د چا د ټپي کېدو رپورټ ندی ورکړه شوی.

XS
SM
MD
LG