د لاس رسي وړ اتصالات

ایټالیا د برمته کونکو هغه غوښتنه رده کړې ده چي وايي له افغانستان څخه دي ایټالوي عسکر وایستل شي


یوه ایټالوۍ ورځپاڼه وايي د ایټالیا د دفاع وزیر د هغه ایټالوي عکاس د برمته کونکو غوښتنه رده کړې ده چي وايي له افغانستان څخه دي ایټالوي عسکر وایستل شي.

د ایټالیا ورځپاڼه، لا سټمپا، د نن ورځي په گڼه کي لیکي د ایټالیا د دفاع وزیر، ارتورو پاریسي، وايي ددغي غوښتني سره سره به ایټالوي عسکر په افغانستان کي پاته وي.

د ایټالوي عکاس، جبریل تورسیلو، برمته کونکو خپله دا غوښتنه د چهارشنبې په ورځ اعلان کړه.

پخوا، ددغه ایټالوي عکاس برمته کونکو ویلي وو چي که چیري د ایټالیا حکومت افغان مسیحیي بېرته افغانستان ته واستوي، دوی به ښاغلی جبریل تورسیلو ازاد کاندي.

ښاغلی جبریل تورسیلو تېره هفته د هلمند په ولایت کي یرغمل شو. مقاماتو ددغه سړي د تښتولو ملامتي پر طالبانو باندي واچوله، مگر طالبان دا تور ردوي. په روم کي، د ایټالیا د بهرنیو چارو وزارت وايي ددغه عکاس د خلاصون لپاره هلي ځلي کوي.

XS
SM
MD
LG