د لاس رسي وړ اتصالات

هند پاکستان ته دجاسوسی په ارتبآط یوعسکر بندی کړیدی


هند یو عسکر بندی کړیدی چې گمان کیږی دپاکستان یومامورته ئې دپوځ پوری مربوط سری اسنادورکول. دی پیښی ددواړو هیوادونوترمنځ چې په اتمی وسلو سمبال دی ، یونوی ډیپلوماتیک جنجال پېداکړیدی .

په نوی ډیلی کې پولیسان وائې، انیل کمار دوبی پرون دجمعی په ورځ بندی کړی شوچې دپاکستان دهائې کمیشن مامور محمد فاروق ته سر اسنادورکول. دوی وائې، دهند امنیتی قواو فاروق دیو لنډ وخت لپاره بندی کړ او وروسته ئې بیا پاکستانی مامورانوته وسپاره .

دهند پولیسانو په دغوتورونو باندی له اسلام اباد له خوا سخت احتجاج شویدی . دپاکستان دبهرنیو چارو وزارت نن دشنبی په ورځ یوه بیانه خپره کړیده . په دغه بیانیه کې ویل شویدی چې دفاروق غیر قانونی بندیکول دبین المللی او ډیپلوماتیک کانوینسینونه سرغړونه ده .

په عین وخت کې دهند پوځیان وائې، دوی په جلا جلا نښتو کې چې په هندی کشمیر کې شویدی، لږترلږه پنځه تنه مشکوک افراطی مسلمانان وژلی دی . ماموران وائې، دغه مشکوک یاغیان درامپور او کنجلوان په کلیو کې چې دواړه په سرینگردی ، دنظامی عملیاتو په وخت کې ووژل شول .

له بلی خوا یوهندی عسکر خپل دری ملگر ووژل او دری نورئې ټپیان کړل .نظامی ماموران وائې، دغه عسکر پرون دجمعی په ورځ په هندی کشمیر کې جمواو کشمیر دراجوری په سیمه کې په یوعسکری کمپ کې پخپلو ملگرو باندی دبحث نه وروسته ډزی وکړی .دوی وائې، دغه عسکر سخت زخمی دی .ده وروسته بیا غوښتل چې خپل ځان ووژنی .

XS
SM
MD
LG