د لاس رسي وړ اتصالات

دغزی په تړانگه کې د فتح د ډلی یو لوړ رتبه افراطی غړی  وژل شویدی


فلسطینی عینی شاهدان وائې، دامنیتی قواو چې د جمهوررئیس محمود عباس پلوی کوی، یوغړی دغزی په تړانگه کې دمهاجرو په یوکپ کې وژل شویدی .

عینی شاهدان وائې، محمدشهادی نن دیکشنبی په ورځ دحماس دحاکمې ډلی دقواوسره دجنگ په وخت کې دبوریج په کمپ کې دخپل کورمخ ته په مردکې ولگید اومړشو. دحماس دډلې ډیرو موټروته اورواچول شو.

دوه ورځی پخوا وسله والو کسانو دفلسطین د صدراعظم اسمعیل حانیه دبدرگې په موټروباندی ډزی کړی وی چې څوک پکې زخمی شوی نه و. اوله هغې نه لا دوه ورځی تیری نوی چې محمد شهادی ووژل شو.

په عینی حال کې نن دوهمه ورځ ده چې دامنیتی چارو مامورانو چې دجمهوررئیس محمود عباس طرفداران دی،دغزی په تړانگه کې مهم سرکونه پدی احتجاج بندکړیدی چې دحماس حکومت دوی ته تنخواگانی نشی ورکولی .

دی ته ورته احتجاجونه دروانی میاشتی په سرکې شوی وو چې په نیتجه کې ډیرجدی تاوتریخوالی پیدا شو.

XS
SM
MD
LG