د لاس رسي وړ اتصالات

د ارژنتین څارنوال وایی چی رفسنجانی په ١٩٩۴ کال کی د یهودانو د حملې امر ورکړی و


د ارژنتین لوی څارنوال البیرتو نیسمان د ایران په پخواني جمهور رئیس اکبر هاشمی رفسنجاني او د هغه په همکارانو باندی تور لگولی دی چی په ١٩٩۴ کال کی یې په بوینیس آیریس کی د یهودانو په کلتوری مرکز باندی د بم چولو د حملې امر ورکړی و .

هغه وویل چی تحقیات ښئ چی د ایران مشر تابه په ١٩٩٣ کال کی فیصله کړې وه چی د یهودانو دغه مرکز دی په بم والوځول سی . او ددې فیصلې د تطبیق او اجرا کیدو کار یې په لبنان کی دیره د حزب اله ډلي ته سپارلی و .

ایران او حزب اله تل ویلي دي چی دا حمله دوی نه ده کړې . په دې حمله کی چی د ارژنتین په تاریخ کی ترټولو غټه حمله ده تر اوسه څوک ملزم سوی نه دی .

د ارژنتین څارنوالانو په دې پېښه کی د ایران اووه پخواني لوړ رتبه مقامات مسئول بللي دي چی هغوی خپله رفسنجانی ، خارجه وزیر علی اکبر ولایتی ، د استخباراتو رئیس علی فلاحیان ، د انقلابي محافظینو د گارډ دوه غړي او دوه دیپلو ماتان وو . څارنوالانو د حزب اله یو پخوانی مامور هم مسئول بللی دی .

اوس به نو دا د ارژنتین د یوه فدرالي قاضي کار وی چی د دغو مشکوکو کسانو د نیولو او محاکمې د پاره بین المللی خبر داری اعلانوی او که نه .

XS
SM
MD
LG