د لاس رسي وړ اتصالات

په روزگان کی د بم په چاودنه کی ١۴ کسه وژل سوي دي


افغاني چارواکي وایی چی د روزگان په ولایت کی د بم په چاودنه کی لږترلږه ١۴ کسه وژل سوي دي .

د روزگان د ولایت یوه نطاق وویل چی دا بم د هغه سړک په غاړه ایښودل سوی و چی تیرین کوټ ته غځیدلی دی . تر اوسه چا څه نه دي ویلي چی دا د چا کار و .

په افغانستان کی عموما د داسی بمونو د چاونو او ځان مرگي حملو ملامتي پر طالبانو باندی اچول کیږی .

پرون د کندهار د ولایت محلي مامورینو وویل چی د ناتو په عملیاتو کی چی د دې هفتې په سر کی وسول ٦٠ ملکي خلک ووژل سول .

مگر د ناتو مامورینو دا شمیر رد کړ او ویې ویل چی ١٢ ملکي خلک او ۴٨ یاغیان وژل سوي دي . د ناتو اتحاد دا هم ویلي دي چی دا نه ده معلومه چی هغوی د ناتو په عملیاتو کی وژل سوي دي که د طالبانو .

د افغانستان جمهور رئیس حامد کرزي د تحقیقاتو د پاره یو هیات ټاکلی دی .

XS
SM
MD
LG