د لاس رسي وړ اتصالات

کرزي د پاکستان د پښتنو د مشرانونه مرسته غوښتې ده


د افغانستان جمهور رئیس حامد کرزي د پاکستان د بانفوذه پښتنو سیاستمدارانو نه مرسته غوښتې چی د یاغي طالبانو د مخ په زیاتیدونکو حملو مخنیوی وکړی .

ښاغلي کرزي د طالبانو طرفدار ملا او مخالف مشر مولانا فضل رحمان او پښتون نیشنالیست مشر اسفندیار ولی خان ته لیکونه لیږلي دي . په لیکونو کی د هغوی نه غوښتل سوي دي چی د افغانستان په جنوب کی د سولي په راوستو کی مرسته ورسره وکړی .

په افغانستان کی د ناتو او امریکا تقریبا ۴٠ زره عسکر پراته دي او ددغو قواو د موجودیت سره سره باقي پاته طالبانو د حکومت په ضد حملې سختی کړي دي ، د سړکونو په غاړو بمونه چوي او ځان مرگي حملې کوی .

ښاغلئ کرزئ عموما پاکستان ملامتوی چی په کافی اندازه کار نه کوی چی افغانستان ته د یاغي طالبانو د اوښتو مخه ونیسی .

XS
SM
MD
LG