د لاس رسي وړ اتصالات

دوه جرمني عسکر له دې کبله برطرفه سوي دي چی د مړو د ککریو سره یې لوبي کولې


د جرمني د اردو مقاماتو دوه جرمني عسکر له دې کبله برطرفه کړي دي چی په یولړ جنجالي عکسونو کی هغوی ولیدل سول چی په افغانستان کی د مړو د ککریو سره لوبي کوی .

دا خبر نن د جرمني ددفاع وزیر جوزف ینگ خپور کړ .

اصلي موضوع د چارشنبې په ورځ هغه وخت برالا سوه چی د بیلد ورځپاڼي هغه عکسونه چاپ کړل چی د رپوټونو په اساس په ٢٠٠٣ کال کی اخیستل سوي وو او په یوه کی یې یو جرمن عسکر د یوې ککرۍ سره ولاړ دی او جنسي اکټونه کوی .

د جرمني د آرـ ټي ـ آیل تلویزیون پرون هغه عکسو نه هم وښودل چی یو عسکرد مړي ککرۍ مچوی او یو بل عسکر بله ککرۍ په عسکري موټر باندی ایښې ده چی نور یې وگوري .

دې عکسونو زیات جرمنیان په غوصه کړي دي . صدراعظمي انجیلا مرکیل هغه د کرکي وړ او نه بخښونکی عمل بللی دی .

ددفاع وزیر یې ویلي دي چی پوځ لږ تر لږه شپږ عسکر پیژندلي دی او وعده یې کړې چی هغوی ته به سزا ورکړه سی .

XS
SM
MD
LG