د لاس رسي وړ اتصالات

دهند په شمال ختیځ کې دبم چاودنه شویده چې یوتن پکې وژل شوی او لس تنه زخمیان شویدی


هندی پولیسان وائې، په شمال ختیځ ایالت اسام دبمونو دوه قوی چاودنی شویدی چې یو تن پکې وژل شوی او لس تنه ټپیان دی .

په دغو دواړوچاودنوکې نن دشنبی په ورځ په گوهاټی کې یو تنکی ځوان ووژل شو. دوی وائې، په دغه سیمه کې په سلگونو کسان دمذهبی مراسمولپاره راغونډ شوی وو.

پولیسان وائې، ددوی شک دازوم دآزادې په متحدی جبهی باندی راځی چې دبمونو دغه چاودنی ئې کړیدی .

مقامات وائې پرون دجمعی په ورځ په یوه بازار کې چې ډیره گڼه گوڼه پکې وه دبم چاودنه وشوه . په دغه چاودنه کې دری تنه وژل شوی وو او پنځلس تنه نورزخمیان وو.

محلی پولیسان وائې، دغه بم د‏(‎دیکیادهی ‏)‎ په ښارگوټی کې دیو باسیکل پوری تړلی شوی چې وچاودید.

هیچاددغو چاودنو مسؤلیت په غاړه ندی اخیستی .

XS
SM
MD
LG