د لاس رسي وړ اتصالات

د بر تانېې شهزاده چارلزد ترهگرى خلاف د پاکستان د هلو ځلو ستاېنه کړېده


د بر تانېې شهزاده چارلزد ترهگرى خلاف د پاکستان د هلو ځلو ستاېنه کړېده. نوموړى پاکستان ته دېوې اونى په اوږده سفر تللى دى. هغه دا تبصرى نن ددوشنبى په ورځ په هغه مجلس کې وکړې چې دپاکستان له جمهوررئېس پر وېز مشرف او د لومړى وزېر شوکت عزېز سره ېې درلود.

چارلز او دهغه مېرمن کامېلا د ېکشنبى په ورځ اسلام اباد ته رسېدلى وو. دا لومړى ځل دى چې هغه او مېرمنى ېې پاکستان ته سفر کړېدى. چارلز د بر تانېې د پاچهى ولېعهد دى.

رپوټ وايى تو قع ده چې دوى دواړه به د پاکستان بل ښار لاهور ته هم سفر وکړى او هلته په د گڼو عقېد د هماهنگى په کنفرانس کې برخه واخلى . پردى سر بېره د پاکستان سرحدى ښار پېښورته هم سفر وکړى او هلته به په ېوه کالج کې وېنا وکړى.

شهزاده چارلز او دهغه مېرمن دا پلان لرى چې په پاکستان کې دتېرکال زلزلې ځپلو سېمو ته هم سفر وکړى.

XS
SM
MD
LG