د لاس رسي وړ اتصالات

دصدام حسین دمحاکمې دفیصلی نه دمخه په بغداد کې په تگ راتگ باندی بندیزلگول شوی دی


توقع ده چې دیکشنبی په ورځ دعراق دراپرزول شوی جمهوررئیس صدام حسین دمحاکمې په باره کې چې دبشریت په خلاف دجنایت کولوپه باره کې محاکمه شوی، فیصله وشی . ددغې فیصلی نه دمخه په عراق کې سخت امنیتی ترتیبات نیول شویدی .

عراقی مامورانو پوځ تیارسی کړیدی او په بغداد اودصدام حسین په پلرنی ښارگوټی تیکریت په شمول دوه نورو ولایتونودیالا او صلاح الدین کې په تگ راتگ باندی بندیزلگولی دی چې ددغې فیصلی نه دمخه او وروسته دتاوتریخوالی مخه ونیسی . دغه بندیز به دیکشنبی دسهار دشپږو بجونه عملی شی .دبغداد بین لمللی هوائې میدان به دامرثانی پوری بند وی .

کله چې دغه فیصله دیکشنبی په ورځ اعلان شی نو کیدای شی صدام حسین په اعدام محکوم شی .دغه فیصله دصدام حسین دپاتی طرفدارانو او ډیرو دښمنان ترمنځ تاوتریخوالی پیدا کړی .

په صدام او اونورو تورنو کسانو دا تورلگول شویدی چې د١٩٨٢ م کال دصدام حسین دوژلو دناکاماه هڅی نه وروسته ددوجیل په کلی کې ١٥٠ تنودشعیه گانو دوژلو امرورکړ.

نن دشنبی په ورځ په عراق کې دامریکا پوځی مقامات وائې، ائتلافی قواو دری تنه یاغیان نیولی دی چې دعراقی اتباعو دتښتولو او وژلو شک ورباندی راځی .

پوځ وائې، عسکرو نن سهار دصدر دښار په یوه سیمه باندی حمله وکړه چې ددغې ډلې مشر ونیسی .

پرون دجمعی په ورځ دعراق پولیسانو وویل،دوی په بغداد کې ٥٦ مړی پیدا کړی وو.

په عین حال کې په عراق کې په بیلابیلو نښتوکې څوارلس تنه وژل شویدی چې پدی کې هغه اته تنه هم شامل دی چې په بغداد کې وژل شویدی .


XS
SM
MD
LG