د لاس رسي وړ اتصالات

د ایران د پوځ یو قومندان وايي گومان نه کوي چي متحده ایالات به  پرایران باندي حمله وکړي


د ایران د پوځ یو قومندان وايي گومان نه کوي چي متحده ایالات به پرایران باندي حمله وکړي، ځکه همدا اوس امریکايي عسکر په افغانستان او عراق کي لتاړ دي.

د سپاه پاسداران قومندان، یحیی رحیم صفوي، داهم ، وویل چې امریکا به پدې خاطر پر ایران باندي حمله ونه کړي ځکه چي واشنگتن پوهېږي چي ایران داسي توغندي لري چي په دوه زره کیلومتره کي هدف وېشتلي سي ، او همدا واقعیت د امریکا عسکر د خطر سره مخامخوي.

ښاغلي صفوي همدا تبصره د یکشنبې په ورځ د ایران په یوه تیلویزیون کي وکړه. ښاغلي صفوي

د هغو لس ورځنیو نظامي مانورو څارنه کوي چي د پنجشنبې په ورځ پیل شولې. په دغو مانوروکې د لنډ او اوږده واټن د توغندیو ډزې هم پکې شاملې دي.

ایران وايي د دغو نظامي مانورو هدف د هغه هیواد د دفاعي قابلیتونو او وېروونکېو وسلو څرگندونه ده.

واشنگټن دداسى ېوې مبارزې مشري کوى چې پر اېران باندى بندېزونه ولگوى ځکه چې اېران له دېنه انکار کړى و چې دخپلو ېورانېمو غنى کونگ وځنډوى. دامرېکا حکومت وايي دوى داېران د اټومى جنجال د حل لپاره ددېپلوماسى نه کار اخېستل غوره گڼى خو نظامى لارې چارې ېې هم بالکل له نظره ندى غورځولى.

XS
SM
MD
LG