د لاس رسي وړ اتصالات

د دیموکراتانو کامیابی به د افغانستان په برخه کی د واشنگټن وعدو کی بدلون را نه ولی


د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال بوچر وایی چی د دیموکراتانو کامیابی به د افغانستان سره د امریکا په ماموریت کی بدلون را نه ولی

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال ریچارډ بوچر چی کابل ته په سفر تللی وایی دی په دې باور نه لری چی دیموکراتیک گوند به چی د امریکا د کانگرس کنټرول یې تر لاسه کړی دی د افغانستان په برخه کی د واشنگټن وعدو ته تغییر ورکړی .

هغه وویل با ثباته افغانستان د امریکا د ملي گټو د پاره ډیر مهم دی او دیموکراتان او جمهوري غوښتونکو دواړو دې کارته ملا تړلې ده . ښاغلي بوچر دا وینا نن په کابل کی د افغان مامورینو سره د ملاقات په وخت وکړه .

په عین حال کی د امریکا له خوا د خلکو د نظر معلومولو په یوه نوې سروې کی دا معلومه سوې ده چی اکثره افغانان د خپل ملک په ملی پوځ او پولیسو باندی باور لری او د طالبانو د راپرځول سوي رژیم تر وخت په دې حاضر وخت کی ځانونه ډیر نیکمرغه بولی .

په همدې سروې کی چی د اسوشیټیډ پریس خبری آژانس له خوا خپره سوې دا هم ویل سوي دي چی د څه د پاسه شپږ زره افانانو نه چی په ټول ملک کی پوښتني وسوې په هغوی کی ۴۴ فیصده یې وویل چی دوی فکر کوی چی افغانستان په صحیح لاره روان دی . دا سروې د امریکا د بین المللی پرمختگ د ادارې په مالی مرسته تر سره سوې ده

XS
SM
MD
LG