د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان په اردو باندی د ډیري سختي او مرگانۍ حملې په باب تحقیقات کوی


پاکستان په خپلي اردو باندی د ډیری سختي او مرگانۍ حملې په باب تحقیقات کوی . کله چی د پاکستان اردو د افغانستان سره په سرحدي سیمو کی د یاغیانو په ضد عملیات شروع کړي دي دا لومړنۍ غټه حمله ده چی کیږی .

امنیتي مامورینو نن وویل دوی په دې باندی کار کوی چی دا معلومه کړی چی چا ددغي ځان مرگي حملې امر ورکړی و چی پرون یې د صوبه سرحد د درگۍ په ښارگوټي کی په یوه نظامي کمپ کی ۴٢ عسکر ووژل .

اردو وایی یوه سړي چی چپنه یې اغوستې وه د رسم گذشت میدان ته کله چی عسکرو سهارني تمرینات کول په ځغاسته ځان ورساوه او د بم په چاودلو سره یې ځان والوځاوه ، ۴٢ عسکر یې ورسره ووژل او شل نور یې زخمیان کړل .

مقامات فکر کوی چی دا به د تحریک نفاذ محمدي د مبارزي ډلي کار وی .

دغي ډلي تیره هفته لوړه کړې وه چی په هغي مدرسې باندی به چی دغي ډلي چلوله د حکومتي قواو د هوایی حملې غچ اخلی . د پاکستان پوځ وایی په دې حمله کی اتیا وژل سوي کسان ټول مبارزین وو ، مگر د سیمي اوسیدونکي وایی چی مړي ملکي خلک وو .

XS
SM
MD
LG