د لاس رسي وړ اتصالات

د ترکمنستان جمهورریس خاورو ته وسپارل شو


د ترکمنستان حکومت د مطلقه حکومت د مشر سفر مراد نېازوف د جنازې مراسم نن له دولتى دود اودستورسره سم د شاندارو مراسمو په ترڅ کې ترسره کړل. رپوټ وايي دغه هېواد ښه پرېمانه اېنرژى لرى، خو سېاسى ثبات پکى نشته . د ښاغلى نېازوف مړى د ترکمن باشى په ماڼى کې په پاېتخت عشق اباد کې د خلکو دلېدلو لپاره اېښودل شوى و. له دغومراسمو نه وروسته د هغه مړى لس کېلومتره لېرې په قېپچاق کې د ښخولو ځاى ته چې دهغه پلرنى ځاى دى وېوړل سو.

ښاغلى نېازوف ٦٦ کلن و او داېې غوره گڼله چې ترکمن باشى ېا دټولو ترکمنانو پلار وبلل شى. نوموړى د زړه د حملى په سبب د پنجشنبې په ورځ مړسو . په لسهاوزره کسان دهغه د مړى لېدلو ته په عشق اباد کې ورغلى وو.

له بهرنېو هېوادونو نه د ترکېې ، اېران روسېې او امرېکا استاځى دهغه په جنازه کې د گډون لپاره ورغلى وو. د ترکمنستان ناېب جمهوررئېس قربان گل بېردى محمدوف چې د لومړى وزېر مرستېال هم دى د جمعې په ورځ ېې ووېل چې د خلکو شورى به د سه شنبى په ورخ غونډه وکړى چې دانتخاباتو لپاره نېټه او د وفات شوى جمهوررئېس پر ځاى بل څوک وټاکى.

دترکمنستان د اساسى قانونو له مخى پکارده چې دهېواد د پارلېمان مشر د جمهوررئېس نائب ټاکل شوى واى خو چارواکېو ددې کار مخه په دې ونېوله چې د جمهوررئېس د مړېنى نه ېو څو ساعته وروسته دهغه خلاف جنايي تحقېقات پېل کړل.

XS
SM
MD
LG