د لاس رسي وړ اتصالات

په عراق کې د وژل شوو امريکايي عسکرو شميره د ٢٠٠١ کال د سپتمبر د يولسمې نيټې په تروريستي پيښې کې له وژل شوو کسانو له مجموغې څخه واوښتله


په عراق کې د تیرې سه شنبه په ورځ د پنځو تنو نورو امريکايي عسکرو په وژل کيدو سره په دې هيواد کې د امريکايي عسکرو د تلفاتو مجموعي شميره ٢٩٧٢ تنو ته لوړه شوه. دا په امريکا باندې د ٢٠٠١ کال د سپتمبر د يولسمې په تروريستي حملې کې له وژل شوو کسانو له شمير څخه پنځه تنه زيات دي. د سپتمبر د يوولسمې د پيښې د یاداشت په اړه جمهور ريس بوش وويل، له هغه څخه، اکثرا، پوښتل کيږي چې که د عراق نسکور شوى ديکتاتور صدام حسين د سپتمبر د پيښې مسول نه وای، نو امريکا ولې پرعراق حمله وکړه؟ جمهور ريس زياتوي: (... ځواب دادى چې د صدام حسين رژيم يو څرګند تهديد و. زما ادارې، کانګرس او ملګرو ملتونو دغه تهديد ليده. او د سپتمبر له يوولسمې وروسته د صدام رژيم داسې خطر رامنځ ته کړ چې نړۍ هغه نشو زغملاى. نړۍ اوس امن ده ځکه صدام حسين نور واکمن نه دى.) نريشن... جمهور ريس بوش دا مني چې صدام حسين د سپتمبر د يوولسمې له تروريستي پيښې سره تړاو نه درلود. خو له يوې نظر پوښتنې څخه چې په دې وروستیو کې ترسره شوى څرګنديږي چې په سلو کې ٤٦ امريکايي راى ورکوونکي په دې باور دي چې صدام د سپتمبر له پيښې سره تړاو درلود. د دوى څخه څه دپاسه يو په دريو کې په دې باور دى چې د عراق جګړه صدام حسين ته د سزا ورکولو لپاره برحقه وه. نن د عراق پخوانى ديکتاتور د مرګ له سزا سره مخامخ دى. د عراق د استناف محکمې د سه شنبه په ورځ پر صدام باندې د اعدام د حکم عملي کيدل تاييد کړل. هغه په ١٩٨٢ کال کې د عراق د دوجل په شيعه نشين ښارګوټي کې د ١٤٨ کسانو په وژلو محکوم دى چې پرصدام باندې په سيمه کې د وژونکې حملې وروسته دغه خلک د هغه په امر ووژل شول. د عراق د قانون له مخې د صدام د اعدام حکم بايد د ٣٠ ورځو په ترڅ کې عملي شي. د اټکل له مخې له پنځوسو څخه تر ٦٥٠ زرو تنو پورې عراقيان تر اوسه تلف شوى دي. جمهور ريس بوش دغه شميره نه قبلوئ، خو د امريکا د ميرى لند د جانزهوفکنز د پوهنتون څيړونکو د احصاييوي سمپلونو له مخې دغه اټکل کړى دى. د يادونې وړ ده چې په عراق کې تقريبا هره ورځ څو تنه په بمي چاودنو او ځان وژونکو حملو کې تلف کيږي.

XS
SM
MD
LG