د لاس رسي وړ اتصالات

د نړئ د دوو میلونو نه زیاتو حاجیانو  پرته له کومی  بدی  پیښی د حج مراسم ترسره کړل


د دوشنبی په ورځ په دریمه ورځ مسلسل په منی کی د جمرات د پله نه تیر شول او په شیطانانو یی کاڼی وورول. او کله چی بیرته مکی معظمی ته ستانه شی نو د حج اخری جز به هم ادا کاندی د سعودی ‏ حکومت د هغو اقداماتو ستاینه کړیده چی د هغی په برکت سږ کال د حج ټول مناسک ډیر په خیر او خیرت سره ونمانځل شو. تیر کال د حج په دوران کی د همدی د جمرات د پله په سر د ټیل ماټیل په وخت د دریو سوو نه زیات حجیان په ‏ حق رسیدلی وو سږ کال د حج په وروستیو ورځو کی د عراق کی پخوانی مشر صدام حسین د اعدامیدو خبر په داسی وخت کی خپور شو چی په لکونو سنیان او شعیه گان د عرافات په میدان کی راغونډ وو. خو د سعودی د امنیتی پولیسو د ښه انتظام په وجه دغه خبر د حج په ماحول کومه منفی اغیزه ونکړه

XS
SM
MD
LG