د لاس رسي وړ اتصالات

په هرات  کی د بم په چاودنه کی  دوه افغان پولیس وژل  شویدی


د طا لبانو یو ویاندویانو دغه حمله منلی ده او ویلی دی چی د هرات په شینډنډ ولسوالئ کی شوی چاودنه کی یو تن ژوبل شوی هم دی. په عین حال کی د فراه په ولایت کی د طالبانو د حملی نه پس د یو افغان امنتی قوماندان د بی درکه کیدو خبر هم ورکړل شویدی افغانی مقامات وایی چی یاغیانو د خاک سفید په سیمه کی د پولیسو په مرکز ‏ حمله وکړه او د امنیی د قوماندان سره یی یو بل نفر هم د ځان سره بوتلو د طالبانو ویاندویان وایی چی دوی په دی مرکز د څو ساعتو پوری قبضه درلوده او کله چی د حکومت نور عسکر راغلل نو دوی تری په شا شول په یوه بله پیښه کی په ننگرهار ولایت کی مظاهره کونکو د ولایت د مقام په لور مارش کړی او د هغو دوه ملکی کسانو په مرگونو یی احتجاج کړی چی د دوی په وینا د خارجیانو په لاس وژل شویدی افغان مقامات وایی چی خارجی قواو په یو ځایی باندی عملیات وکړل چی په نتیجه کی دوه تنه ونیول شو.

XS
SM
MD
LG