د لاس رسي وړ اتصالات

په عراق کې مرگ ژوبله روانه ده


تردې دوه ورځى مخکى د عراق پخوانى دېکتاتور صدام حسېن په بغداد کې په دار ځړول سوى و. دامرېکا پوځ وايي چې دوى شپږ سر تېرى هغه وخت ووژل چې داستخباراتو د رپوټ له مخى دسنېانو په علاقه کې دالقاعده د پټېدلو ځاې ته ورنېژدى شول. رپوټ وايي دوو ودانېو د جگړې په وخت کې اور واخېست . رپوټ وايي چې ېوه ودانى دېو سنى سېاستمدار صالح المطلق ده او دا سړى د دملى خبرو اترو د جبهې دمشر دې. خو صالح المطلق د گوند مشر العربېه ته ووېل چې دامرېکا الوتکو دهغه دفترونه بمبارىکړل او دهغه د گوند دوه ماموران ېې ووژل. هغه ووېل چې د امرېکا الوتکو ېوه بله ودانى هم چې هلته نېژدى وه ورانه کړه او څلور تنه ېې پکى ووژل. دامرېکا پوځ وايي چې له دغو ودانېو نه په دوى باندى ډزې وشوې او هغوى په ځوابى ډزو کې شپږ تنه سر تېري ووژل.

XS
SM
MD
LG