د لاس رسي وړ اتصالات

دامرېکا د فقېد  جمهوررئېس جېرالډ مړئ ټوله ورځ د کاپېتول هېل په ودانى کې  اېښودل شوېدى


دامرېکا د فقېد جمهوررئېس جېرالډ مړئ ټوله ورځ د کاپېتول هېل په ودانى کې اېښودل شوېدى. په زرگونو کې خلک په خاموشى سره هلته ورځى او خپل احترامات تقدېموى. دخلکو ېو منظم اودوامداربهېر ، دېکشنبى په ورځ ، دهغه له تابوت نه تېرېده. دهغه تابوت د امرېکا په بېرغ کې پېچل شوى و. خلکو دهغه مړى ته داحترام اودرناوى په ښودلو سره دهغه سړى ېا د ونه کوله چې په ١٩٧۴ مېلادى کال کې د جمهوررئېس نېکسن له استعفى نه وروسته دامرېکا د جمهوررئېس په حېث د سوگند لوړه کړې وه. توقع ده چې دامرېکا جمهوررئېس جورج بش نن ددوشنبې په ورځ ، وروسته له هغه نه چې د تکزاس له کراوفورډ نه راستون شى، کاپېتول هېل ته ولاړشى چې ښاغلى فورد ته خپل احترام وړاندى کړى. د سه شنى په ورځ به د ښاغلى فورډ لپاره په واشنگټن کې د هغه لپاره رسمى جنازې مراسم او دېادگار خدمتونه سر ته ورسېږى. دامرېکا د غه ٣٨ –م جمهوررئېس به د چارشنى په ورځ په خپل پلرنى ښار گرانډ رپېډز کې چې دمشېگن په شمالى اېالت کې واقع دى ، خاوروته وسپارل شى. رپوټ وايى چې ښاغلى فورډ د تېرې سه شنبې په ورځ د ٩٣ کلونو په عمر د کالېفورنېا په اېالت کې په خپل کور کې په څق ورسېده. ښاغلي فورډ دامرېکا په ولسى جرگه کې ٢٦ کلونه خدمت وکړ. په دې لړکې هغه اته مېاشتى دجمهورى رېاست د مرستېال وظېفه ترسره کړه او او دوه نېم کاله ېې دامرېکا د جمهوررئېس په حېېث خپلى وظېفى ته دوام ورکړ. ډېر خلک په دې عقېده دى چې هغه له خپلو هېواد والو سره مرسته وکړه چې د وېتنام د جگړې له روحى زخمونو او د واټر گېټ د سېاسى تهمت او رسوايي نه راووزى. د واټر گېټ د سېاسى تهمت اور سوايى په نتېجه کې دهغه وخت جمهوررئېس رېچرډ نېکسن استعفى ته اړسوى و.

XS
SM
MD
LG