په دی یو کال کی د رپورټونو په اساس د څلور زرو پوری انسانان وژل شویدی
چی په دی اوشپیته د ناټو او اوه اتیا امریکایی عسکر هم شامل دی
په دی یو کال د ځان مرگی حملو یوسل اولس پیښی شویدی
چی په کی د راپورونو په اساس پکی ملکی کسان ، د افغان امنیتی قوی مامورین او خارجی عسکر وژل شویدی
په دی مرگونو کی هغه ملکی کسان هم شامل دی چی د خارجی قواو لخوا د مخالفینو په ضد د عملیات په وخت وژل شویدی
د دغو بی گناه مرگونو په ضد کابل کی د میی په میاشت کی سختی مظاهری هم شوی وی .
په خپله جمهورریس کرزی هم د خارجی قواو د دی حملو په خلاف شدید عکس العمل ښودلی دی
په دی تیر کال کی د افغانستان په باب د لندن غونډه هم یوه مهمه پیښه وه.