د لاس رسي وړ اتصالات

د برتانېې د دمالېې وزېر د  صدام حسېن د اعدامولو طرېقه   محکومه کړېده


د برتانېې د دمالېې وزېر گورډن براون دعراق د پخوانى مشر صدام حسېن د اعدامولو طرېقه دعراق داوسنېو چارواکېو له خوانه محکومه کړېده. گورډن د بر تانېې له تلوېزېون سره په ېوه تلېوېزېونى مرکه کې ووېل صدام حسېن ته د اعدام په خوانه کې د پېغور ورکول دتاسف وړ کار و او په بشپړ ډول دمنلو وړ کار نه و. رپوټ وايي چې دهغو ډېر و مختلفو هېوادونو چارواکېو په جمله کې ېو هم ښاغلى گورډن دى چې دهغه داعدام طرېقه ېې په قوى الفاظو غندلې ده. داعدام په وېډېو کې ښودل کېږى چې کتونکي د شېعه ملا مقتدا صدر نوم اخلى او وايى چې دوزخ ته ولاړ شه . دا شعارونه لږ مخکى د صدام حسېن د اعدام نه ورکول کېدل. دعراق پخوانى مشر صدام حسېن د تېرکال د ډېسېمبر په دېرشمه نېټه په دار وځړول سو. داسى وېل کېږى چې ښاغلى براون به د ټونى بلېر ځاى ونېېسى. د بر تانېې لومړى وزېر ټونى بلېر تراوسه پور ې د صدام حسېن د اعدام په طرېقه تبصره نده کړې.

XS
SM
MD
LG