د لاس رسي وړ اتصالات

د هند صدر اعظم هیله لری چی هند به یو وخت د رقیب هیواد پاکستان سره د سولی یو تړون ته ورسیږی


په نوی ډیلی کی د هندی تجارانو یوی غونډی ته د وینا په وخت ښاغلی سنگ ویلی دی هغه کلکه امیدواری لری چی د هند او پاکستان مناسبات به ډیر ښه شی. هغه وایی چی دی دا طمعه هم لری چی یو ورځ به راشی چی د سولی، امنیت او دوستئ په ارتباط یو تړون هم لاس لیک شی.

هند او پاکستان دواړه چی د اتومی خاوندان هم دی. دوی د یو بل سره دری ځله جنگونه هم کړی او مناسبات یی تر مودو مودو خړ پړ پاتی شویدی

هند په پاکستان تور لگوی چی د هغو اسلامی افراطی ډلو سره د وسلو او نظامی روزنی په لړ کی مرستی کوی. کومی ډلی چی د هندی کشمیر په سیمه کی ځانته واکمنی غواړی او د هند په نورو برخو کی حملی کوی.

خو اسلام اباد د هند دا ټول تورنه رد کړیدی.

XS
SM
MD
LG