د لاس رسي وړ اتصالات

د ایران یو سړئ چی د ایران د ذروی چارو په باب یې پټ اطلاعات را ټولول نیولی دی


د ایران رادیو پرون وویل چی یوه سړي چی نوم یې وانه خیست د ایران د ذروی پروگرام په باره کی اطلاعات مجاهدین خلق ته چی یوه لغوه سوې مخالفه ډله ده رسول . دغي ډلي څو کاله پخوا د ایران ددغه پروگرا په باب اطلاعات خپاره کړي وو . د ایران د پارلما ن یوه مهم غړي احمد توکلي هم ددې سړي د نیولو خبر تایید کړی دی . هغه وویل چی دغه جاسوس څو کاله کیږی چی د پارلمان د تحقیقاتو او څېړني په مرکز کی کار کوی . له بلي خوا د ایران د ذروي چارو د مرکچي هیات رئیس علي لاریجاني یو وار بیا خبر داری ورکړ چی که غټ طاقتونه په ایران باندی خپلو فشارونو ته دوام ورکړی نو تهران به د ملگرو ملتو د اټومي چارو د ادارې سره خپله همکاري کمه کړی . د ملگرو ملتو د امنیت شورا د ډیسمبر په میاشت کی د ایران د ذروی چارو او د توغندیو د سیسټمونو د پاره د حساسو موادو په تجارت باندی بندیزونه ولگول . لویدیځ ملکونه باور لری چی ایران په پټه اټومي وسلې جوړوی مگر ایران دا تور ردوی .

XS
SM
MD
LG