د لاس رسي وړ اتصالات

ناتو په افغانستان کی د ملکي خلکو د وژل کیدو مسئولیت د مخابراتو په خرابۍ اچوی


ناتو وایی چی په افغانستان کی د ناتو د نړۍ والو امنیتي مرستندویو قواوو او افغان مامورینو تر منځ د مخابراتو د خرابوالي په وجه تیر کال په یاغي طالبانوباندی د نظامي عملیاتو په وخت ملکي خلک ووژل سول . د ناتو نطاق ‏(‎ جېمز اپاتورای ‏)‎ پرون د چارشنبې په ورځ وویل چی دداخلي تحقیقاتو نه دا نتیجه تر لاسه سوه چی اکثره وژل شوي کسان هغه کوچیان وو چی د کندهار هغي سیمي ته ننوتلي وو چی هلته د ناتو او افغان قواوي د یاغي طالبانو سره په جگړه اخته وې . ناتو دا هم وایی چی د دوی د قواوو او محلی مامورینو تر منځ په دې برخه کی همکاری نا کامه سوه چی دا معلومه کړی چی کوچیان د ډزو کرښي ته رسیدلي وو . افغان مامورینو ویلي وو چی په دې عملیاتو کی ٦٠ یا څه زیات ملکي خلک ووژل سول . یوه نطاق وویل چی اوس د ناتو او د افغانستان د محلي مامورینو تر منځ په مخابراتو کی پرمختگ را غلی دی . ناتو تیره هفته ویلي وو چی د هغې ډیره لویه غلطي دا وه چی تیر کال یې په افغانستان کی په نظامي عملیاتو کی ملکي بیگناه انسانان وژل سوي دي .

XS
SM
MD
LG