د لاس رسي وړ اتصالات

جمهورریس بش د  عراق په باب خپله نوی پالیسی درسته بولی


د امریکا جمهوررریس او د حکومت نور مهم غړی د عراق په باب د جمهورریس نوی اعلان شوی ستراتیژی دفاع کوی او وایی چی عراق ته د نورو عسکرو پلان به د دېپلوماتیکو هلو ځلو سره بدرگه کیږی د امریکا خارجه وزیری میرمن رایس د امریکا په سنا کی د استصامیه غونډی په وړاندی وینا کی ویلی دی چی د عراق اولس باید خپل ملک کی د امنیت ساتلو دنده په غاړه واخلی او په ایران او سوریی غږ کړیدی چی د سیمی د بی ثباته کولو نه دی ډډه وکړی جمهورری بش امریکایی اولس ته د وینا په وخت ویلی چی دی نیت لری چی عراق ته د شلو زرو نه زیات نور عسکر هم عراق ته واستوی ترڅو په عراق کی د تشدد د روانو پیښو مخه ونیسی جمهورریس بش دا هم ویلی چی د عراق حکومت دی ملاتړلی چی د مذهبی شخړو مخه ونیسی. او دا یی ویلی چی د عراق سره د امریکا د مرستو تعهد د همیش دپاره نه دی. بلخوا د امریکا د حکومت مخالفی ډلی ویلی چی د جمهورریس بش دا نوی پلان د عراق د مسلی حل نه دی بلکی دا یی یو د تاسف وړ سهوه ده. په امریکا د عراق د جگړی ملاتړ ورځ په ورځ کمیږی، او د امریکا کانگرس کی د جمهورریس بش د پلان سره سخت مخالفت ښودل شوی.

XS
SM
MD
LG