د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د دفاع وزیر وایی افغانستان  او پاکستان باید  طالبانو د حملو په مخنیوی کی  مرسته وکړی 


هغه دا وینا پرون د سه شنبې په ورځ په کابل کی فقط څو ساعته وروسته له هغه وکړه چی د پاکستان هوایی قواو د افغانستان سره په سرحدي سیمه کی د القاعده په مشکوکو کمپونو باندی بمبارۍ وکړې او تقریبا دیرش مبارزین یې ووژل . رابرټ گېټس د جمهور رئیس کرزي په شمول د افغانستان د لوړرتبه مامورینو سره وکتل او د افغان حکومت هغه هلي ځلي یې وستایلې چی د پوځ په جوړولو کی یې کړي او یاغي طالبان یې پسې اخیستي دي . تېر کال د امریکا او ناتو په قواو باندی د طالبانو له خوا زیاتي مرگانۍ حملې وشوې چی د ٢٠٠١ کال را پدې خوا چی د طالبانو رژیم ړنگ سو تر ټولو سختي وې . په افغانستان کی د امریکا لوړ رتبه قوماندان ډگر جنرال‏(‎ کارل ایکن بیری‏)‎ ‏پرون وویل چی د طالبانو د حملو د مخنیوي د پاره نورو عسکرو ته هم ضرورت دی . ایکن بیری وویل چی همدا اوس په افغانستان کی تقریبا ٢٣٠٠ امریکایی عسکر پراته دي چی تر دا تر هر بل وخت زیات دي او دا شمیر به په همدې روان کال کی کم نه کړاسی . د امریکا اردو وایی چی تیر کال د بمونو د چاودنو تقریبا ١٦٠٠ حملې سوي وې چی دا تر ٢٠٠٥ کال ٧٨٣ زیاتي وې . د ځان مرگو حملې هم چی په ٢٠٠٥ کال کی ٢٧ وې په ٢٠٠٦ کال کی ١٣٩ ته ورسیدې .

XS
SM
MD
LG