د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا په افغانستان کی د  ٣٥٠٠ عسکرو د خدمت دوره اوږدوی


د امریکا اردو وایی چی په افغانستان کی د خپلو تقریبا ٣٥٠٠ عسکرو د خدمت دوره اوږدوي .

نظامي مامورینو وویل چی د لسمي غرنۍ فرقې عسکر به تر خپل اصلی وخت څلور میاشتي زیات پاته سی چی په افغانستان کی د امریکا د عسکرو قوت زیات سی .

ددې میاشتي په سر کی کله چی د امریکا ددفاع وزیر رابرټ گېټس افغانستان ته تللی و نو امریکایی لوړ رتبه نظامي مامورینو ویل چی په پسرلي کی د یاغي طالبانو د حملو د زیاتیدو سره نورو عسکرو ته هم ضرورت دی .

همدا اوس په افغانستان کی ٢٣٠٠ امریکایی عسکر پراته دي .

تیر کال په هغه ملک کی په امریکایی او د ناتو په قواو باندي ډیري سختي حملې وسوې چی د طالبانو د سقوط نه را وروسته تر ټولو زیاتي مرگانۍ وې

XS
SM
MD
LG