د لاس رسي وړ اتصالات

روسیی او هند یوه مهم تړون لاس لیک  کړی


د د غی نوی لوظنامی په اساس چی د پنجشبنی په ورځ امضا شوه . روسیه به هند سره د سوله ایزو هدفونو دپاره د یو شمیر اتومی بټیو په جوړولو کی کومک وی دغه اتومی بټئ به د هند د تامل ناډو ایالت او نورو برخو کی جوړیږی د تړون د لاس لیک کولو نه پس د هند صد ر اعظم من موهن سنگ خبری کانفرانس ته ویلل چی د روسیی سره هند انرژئ په ساحه کی د اوږدی مودی ملگرتیا لری. هغه وویل د روسیی سره زمونږ د ملگرتیا د گڼو اړخونو نه یو هم اړخ همدا د انرژئ د منبعو مصون ساتل دی. ځکه چی د انرژئ دمنبعو د حفاظت په لړ کی د روسیی نوم په نړئ کی یو پیژندل شوی نوم دی. او مونږ اینده کی د روسیی سره په دی ساحه کی ډیر اوږده همکاری په نظر کی لرو. په دی موقع د روسیی جمهورریس ولادیمیر پوټین وویل چی د واړه ملکونه غواړی چی داتومی قوت نه په سوله ایزه توگه استفاده وشی. په داسی حال کی هند د خپلی مخ په ودی اقتصاد د پاره د انژژئ ډیرو وسیلو ته اړتیا لری. امریکا او روسیه د هند د اتومی بازار گټلو دپاره د یو بل سره د مقابلی په حالت کی دی ښاغلی پوټین د هند سره په اتومی ساحه کی د همکارئ په ارزښت خبری وکړی او وی ویل چی دا ډیره د خوښئ خبر ده چی مونږ د هند سره هند او سیمه کی د تیلو او گازو د زیرو په لټولو ، تهیه کولو او صادرولو کی همکاری او ملگرتیا لرو دی نوی تړون نه علاوه دواړو ملکونو په دی هم موافقه وکړه چی هوانوردئ او تیکنالوژئ په لړ کی هم همکارئ ته وده ورکړی، روسیه هند ته اجازه ورکوی چی د گلوناس په نوم د دوی د سیار سټلایت سیستم نه استفاده وکړی . دواړو حکومتونو په دی هم موافقه وکړه چی دوی به د یوی مساپر وړونکی او یوی جنگی الوتکی په جوړولو کی هم کومک کوی په اقتصادی ډگر کی هم د همکارئ په ارتباط د روسیی جمهورریس د هند سره په اړیکو ساتلو ډیر ټینگار کړی او ویلی چی هند او روسیه باید خپلی تجارتی اړیکی لا پسی پراخی کړی او نوی نوی لاری چاری ولټوی . هند او روسیه د هغه وخت نه سره اشنایی لری چی کله پخوانئ شوروی اتحاد موجود و. دوی په نظامی او تجارتی سا‏حه کی کلونو کلونو یاری پاللی ده خو کله چی ١٦ کاله وړاندی د شوروی اتحاد سلطنت ړنگ شو نو هند د متبادل ملگری په توگه د امریکا متحده ایالاتو ته مخه کړه او د اروپا سره یی یاری جوړه کړه ، خو اوس د ولادیمیر پوټین په مشرئ روسیه غواړی چی هغه زړه اشنایی بیا سره تازه کړی جمهورریس پوټین به نن د جمعی په ورځ خپل سفر پایی ته رسوی او د سفر په دویمه ورځ به د هند د جمهوریت د ورځی د جشنونو په مراسمو کی به د افتخاری میلمه په حېث به گډون کوی

XS
SM
MD
LG