د لاس رسي وړ اتصالات

دناټو  هوايي بمبارۍ، د موسی قلعه  نه بهر   د طالبانو ېو قوماندان وژلى دى 


دناټو نطاق ډگروال کالېنز وايي دطالبانو قوماندان ملا غفور او نامعلوم شمېر طالبان نن سهار د ېکشنبى په ورځ له موسى قلعه نه بهر دهېلمند په ولاېت کې ووژل شول. دناټو چارواکى وايي دوى داحمله د افغانستان د حکومت په همکارى اوسلا مشوره کړې وه. . محلى خلک وايي، په سوونو سر تېرو طالبانو د پنجشنبې په شپه ددغه لېرې پراته ښارگوټى کنترول په خپل لاس کې واخېست او محلى مشران ېې توقېف کړل او خپل بېرغ ېې په ښارکې پورته کړ. دتېرکال د اکتوبر دمېاشتې نه مخکى د برتانېې عسکرو د څومېاشتو لپاره له دغه ښارنه د فاع کوله خو د اکتوبر په مېاشت کې وروسته له هغه نه چې د افغانستان حکومت دموسى قلعه د قبېلوى مشرانو سره د سولې د ېو جنجالى تړون دکولو لپاره منځگړتوب وکړنو بر تانوى عسکر له دغه ښارگوټى نه ووتل. د سولى ددغه تړون له مخى محلى مشرانو د ښار دامنېت مسوولېت په غاړه واخېست او دناټو او طالبانو قواو په دې موافقه وکړه چى دواړه له سېمى نه ووزى. . طالبانو په ٢٠٠١ مېلادى کال په اخرو وختونو کې، دامرېکا په مشرۍ ېرغل کې ، له قدرت نه وغورځول شول. داهوايي حمله په داسى وخت کې کېږى چې دامرېکا جنرال ډان مکنېلى نن د ېکشنبى په ورځ په افغانستان کې د ناټو د ٣٥ زره عسکرو قومانده په غاړه واخېسته. دقوماندې بدلون دناټو د غړېو دولتونو ترمنځ په نوبت سره ېو معمول کار دى. تردې مخکى د ناټو د قواو قومانده له برتانېې کوله.

XS
SM
MD
LG