د لاس رسي وړ اتصالات

دملگرو ملتونو دا ټومى چارو مشر مفتش


دملگرو ملتونو دا ټومى چارو مشر مفتش وايى داېران له خوانه د ملگرو ملتونو داټومى چارو د نړېوالى ادارې دتفتېش سره د همکار ى نه انکار کولو دا اداره په داسى حالت کې واقع کړېده چې دا پرېکړه نشى کولى چې اېا اېران د اټومىوسلو د جوړولو کو شش کوى او که نه. د ملگرو ملتونو داټومى چارو نړېوالى ادارې په مدېره هېئت کې د پنځه دېرش هېوادونو غړې کارکوى . ددغى ادارې مشر محمد البرادعى واېې که تهران له موږ سره دهمکار ى لپاره پرېکړه ونکړى نو د نړېوالى ټولنى اندېښنى به دهغوى د پروگرام په باب دوام ولرى. دملگرو ملتونو دا ټومى چارو دادارى مهم غړى په وېانا کې توقع کوى چې پر اېران باندى ترشلو نه زېاتى تخنېکى پروژى بندى کړىځکه چې اېران دملگرو ملتنونو دا ټوم چارو هغه غوښتنه چې وايي دېورانېمو غنى کول بند کړى نده منلى. په عېن حال کې دنړى شپږ قدرتونه لا تراوسه پورې هم کوشش کوى چې پراېران باندى د پراخه بندېزونو د لگولو په برخه کې توافق نظرته سره ورسېږى. اېران په دې کې ناکام سوى و چې د فبرورى په ٢١ مه نېټه باندى د ملگرو ملتونو دامنېت شورى غوښتنه چې په دې نېټه به دېورانېمو غنى کول بندوى ونه منله. امرېکا حکومت توقع کوله چې ېو پرېکړه لېک د شنبى په ورځ د برتانېې ، فرانسى ، روسېې، چېن او جرمنى له استازو سره خپل وروستى پړاو ته ورسوى. خو په دغو خبرو کې توافق منځته رانغى. دامرېکا دخارجه وزارت نطاق وايى د اېران داټومى پروگرام په باب به په نېوېارک کې د ملگرو ملتونو په اداره کې خبرى ادامه ولرى. دېپلوماتان وايى چې داشپږ قدرتونه په دې باندې غور کوى چې داېران دا ټومى پروگرام په چارواکېو باندى د سفر بندېزونه ولگوى او په تدرېج سره دهغوبندېزونو کړى هم راتنگه کړى چې د تېرکال د ډېسمېبر په مېاشت کې دملگرو ملتونو دامنېت په شورى کې پر اېران لگېدلى وو.

XS
SM
MD
LG