د لاس رسي وړ اتصالات

دناټو قواو په افغانستان کې د طالبانو د پنځه کلن بغاوت خلاف پراخه تهاجمى عملېات پېل کړېدى.


دناټو او افغانستان قواو د هېلمند ولاېت په شمالى برخه کې د اشېل په نامه عملېات پېل کړل. هېلمند له پخوا راهېسى دافغانستان په جنوب کې د طالبانو قوى مرکز گڼل کېږى. دناټو سېمه ئېز قوماندان تورن جنرال ټان وان لون وايي په دغه تهاجمى حمله کې به بالاخره دناټو او افغانستان له اوسنېو (٥) نېم زره عسکرو نه زېات عسکر برخه ولرى. هغه په دې خبره ټېنگار وکړ چې په دغو گډو عملېاتوکې به دې مسئلى ته په خاص ډول توجه وسي چې په هغوسېمو کې دملکېانو د ځانى تلفاتو مخه ونېول سى چې جگړو پرې بد تاثېر کړېدى. دى داسى وايي (.. موږ په دې پوهېږو چې سرزورو طالبانو هر وخت ستاسى په سېموکې پناه اخېستى ده او ستاسى صادق خلک او ماشومان ېې د ځان د ساتنى لپاره د بشرى سپر په حېث استعمال کړېدى. زه تاسى ته ډاډ درکوم چې موږ په دې پوهېږو چې دښمن څومره بې لارې دى. خو کله چې دا شېل په تهاجمى عملېاتوکې ستاسى سېمى ته نور عسکر هم درسى نو په دې کې هېڅ شک ونلرئ چې موږ ېوازې په دغو سرتېرو پسى درځو. ) ددغه جنرال تبصره وروسته له هغه نه کېږى چې په دې اونۍ کې په دوه پېښو کې د نړېوالو امنېتى قواو او ېاغېانو ترمنځ ډزو کې ملکى خلک ووژل شول. دا اول ځل ندى چې په هغه سېمه کې چې رپوټونه واېې طالبان قوت پېدا کوى دومره مهم عملېات سرته رسېږى. دتېرکال دمى په مېاشت کې دامرېکا ېوولس زرو عسکرو د مونټېن ترسټ ېا دغره د فشار او زور په نامه عملېات په همدغه ولاېت کې پېل کړى وو. که څه هم په دغو عملېاتو کې ېوولس سوه سر تېرى ووژل شول خو دامرېکا چارواکى په دې اعتراف کوى چې دغه عملېات په دې کى ناکم سول چې ېاغى طالبان په داېمى ډول له هېلمند نه بې ځاېه کړى. دناټو د قواو سېمه ئېز قوماندان تورن جنرال لون وايى دناټو په دغو عملېاتو کې ېوازې سر تېرى طالبان د علمېاتو هدف ندى بلکه هغه ځواکمن قاچاقبران به هم ددغو عملېاتو هدف وى چې په دغه ناکراره سېمه کې فعالېت کوى. نړېوال عسکر ددې لپاره اوس هم په افغانستان کې پاتى دى چې دافغانستان په دېموکراتېک ډول انتخاب سوي حکومت سره مرسته وکړى چې سوله اوامن راولى. ددوشنبى په ورځ ملگرو ملتونو ېونوى رپوټ خپور کړ او وايى چې د اپېنو په تولېد کې د جنوب په بې قانونه سېمه کې ناڅاپه ډېر زېاتوالى راغلى دى. ملگرى ملتونه وايي څرگنده ده چې د مخدره موادو غېرقانونى تجارت له طالبانو سره مالى مرسته کوى او د بغاوت سرطان منځته راولى. د ېو اټکل له مخې افغانستان دنړۍ نوي فېصده اپېن تولېدوى.

XS
SM
MD
LG