د لاس رسي وړ اتصالات

جمهوررئیس بوش دخپل یورگوائې انډول سره دتجارتی  او دمهاجرت دموضوعگانو په باره کې وغږیده


ښاغلی بوش او تابری وازکویز دکولونیا په ښارکې غونده وکړه.دخبریالانوسره دخبرو نه وروسته ښاغلئ واز کویز وویل، ده ښاغلی بوش ته هغه په زرگونو یورگوایان ورپه یاد کړل چې په امریکا کې ښه ژوند تیروی . ښاغلی بوش وویل، دی غواړی چې څومره ژرممکن شی هاغومره ژر دامریکاپه کانگرس باندی دمهاجرو په باره کې لائحه تصویب کړی . ښاغلی بوش زیاته کړه امریکا به غیرقانونی مهاجرو ته اوتومات تابعیت ورکړی او نه به ئې له هیواد نه وشړی . ښاغلی بوش وویل، دوی دتجارت په موضوعاتو هم وغږیدل. ښاغلی وازکوویز په دی خبری ټینگارکاوه چې دیورگوائې سوداگرانوته دی اجازه ورکړل شی چې دامریکا بازارونوته لاره پیدا کړی دغوائې دغوښی او نساجی په شان مالونه پکې وپلوری .ښاغلی بوش وویل، هغه دیورگوائې جمهوررئیس ته داخبره وکړه چې هغه به دیورگوائې په پیشنهاد باندی جدی غوروکړی . هغه وویل، امریکا غواړی چې داخبره یقنی کړی چې دخپلو مالونو لپاره ئې په یورگوائې کې هم بازارپیداشی .

XS
SM
MD
LG