په ملگروملتونو کې دچین دائمی نماینده ( وانگ گوان گیا ) پرون دجمعی په ورځ وویل، دپیکینگ اندیښنه داده چې دغه بندیزونه به دایران خلک دکړاو سره مخامخ کړی . دامنیت شورا دپنځو دائمی غړو اودالمان سفیرانو پرون دجمعی په ورځ پدی هفته کې څلورځلی غونډه وکړچې دایران په خلاف داقتصادی بندیزونو دلگولو په اتباط دریځ غوره کړی . ددغو ملکونو لوړ رتبه ډیپلوماتانو هم پدی هفته کې څوځلی غونډی وکړی چې ددغو بندیزونه دلگولو لپاره یوگډ دریځ غوره کړی . روسېه وویل، ددی اصلی اندیښنه داده چې دا بندیزونه دایران دسپاه انقلاب ته متوجه دی اوروسېه پدی عقیده ده چې دا بندیزونه خاص یوې مؤسسې ته متوجه دی . په دغو بندیزونو کې دایران په ځینومامورانو باندی دسفرکولو ،مالی اوتجارت کې دقیوداتوراوستل او دایران دوسلو په صادراتو باندی بندیز لگول شامل دی .