د لاس رسي وړ اتصالات

ائتلافي قواو د هلمند په نا آرامه ولایت کی په تصادفي توگه پنځه تنه افغان پولیسان وژلي دي


د افغانستان لوړ رتبه مامورین وایی چی د امریکا په مشري ائتلافي قواو د هلمند په نا آرامه ولایت کی په تصادفي توگه پنځه تنه افغان پولیسان وژلي دي . د پولیسو یوه لوړ رتبه مامور وویل چی امریکایی عسکرو دغه پولیسان چی پرون د تلاشۍ په یوه تاڼه کی په استحکاماتو اخته وو ، ونه پیژندل او د یاغیانو په گمان یې ډزي ورباندی وکړې او پنځه تنه یې په کی ووژل . دا پېښه د گرشک په ولسوالۍ کی سوې ده . په دې باب لا تر اوسه ائتلافي قواو کومه تبصره نه ده کړې . د هلمند په ولایت کی یاغي طالبان او د مخدره موادو قاچاقبران ډیر فعال دي .

XS
SM
MD
LG