د لاس رسي وړ اتصالات

په ټول په پاکستان کې تاوتریخوالی مخ په زیاتیدو دی


حقوق پوهانواو مخالفو گوندونو نن دجمعی دلمانځه نه وروسته دبرطرفه شوی قاضی القضات په طرفداری احتجاجی مظاهری وکړی، په داسی حال کې چې هغه ېوې قضائې محکمې ته حاضر شویدی . جمهوررئیس پرویزمشرف تیره هفته قاضی القضات افتخارمحمد چودری دقدرت نه دناوړی گټی داخیستلو په علت برطرفه کړ. ښاغلی چودری پدی شهرت لری چې پخپلو قضائې فیصلو کې پوره استقلال لری او پدی ورستیو وختو کې ئې دجنرال مشرف دحکومت په خلاف چې دپوځ ملاتړ ورسره دی، یو شمیرفیصلی کړی وی . دپاکستان داستخباراتو دقوی اداری پخوانی رئیس حمیدگل دسترې محکمې دودانې مخی ته دپولیسانو سره مخامخ شواو دجنرال مشرف داستعفئ غوښتنه ئې وکړه . ښاغلئ حمید گل خپلی خبری ته دوام ورکوی اووائې: ٢ هغه باید استعفئ ځکه وکړی چې دملت راپاریدلی احساسات نشی غلې کیدای او له بده مرغه دیوکورنی جنگ امکان شته دی . واقعآ دپائتخت اسلام اباد په اکثروبرخو کې اضطراری حالت دی . دښار په مرکزکې چې اکثره حکومتی دفترونه پکې دی،سخت امنیت نیول شویدی او پولیسان پکې ځای په ځای شویدی . امنیتی قواو نن دجمعی په ورځ په ځینو سیموکې داوښکی بهونکی گازنه کارواخیست او یو شمیر مخالف مشران ئې توقیف کړل. جمهورریئس مشرف دپنجشنبی په ورځ وویل، دی به دقضائې محکمې فیصلی ته غاړه کیږدی .لیکن محلی مطبوعاتو رپوټ ورکړیدی چې مقاماتو بیگاه په لسگونو مخالف مشران دنن ورځی دمظاهری نه دمخه بندیان کړل . دپاکستان مقاماتو وروسته له هغې چې دهیواد په وتلی تلویزن کې دتلویزن میلمه مبصر دښاغلی چودری په برطرفه کیدلو باندی تبصره وکړه، ددغه تلویزن په خبری پروگرامونو باندی بندیزولگاوه .

XS
SM
MD
LG