د لاس رسي وړ اتصالات

نن دشنبی په ورځ دافغانستان په جنوب کې دبم چاودنه شویده


دافغانستان په جنوب کې دبم چاودنه شویده چې دهدف ئې دکاناډائې عسکرو کتارو. په دغه چاودنه یوماشوم وژل شوی او دری تنه نورزخمیان شویدی . مقامات وائې، یوموټر چې چاودیدونکی مواد پکې بارودکندهارپه ولایت کې دهغې لوی لاری څنگ ته وچاودید ،په داسی حال کې چې دکاناډائې عسکرو کتارورنه تیرشوی و. مخکې پولیسانو رپوټ ورکړی وچې یوځانمرگی بم اچونکی دا حمله کړیده . دناټو اعلامیه وائې، په دغه چاودنه کې دوه ماشومان، یو افغان ځوان او دناټو یوعسکر زخمی شویدی . ماموران دغه زخمی شوی افغانان دیوې کورنی غړی دی . دغه چاودنه په هغه لوئې لاری شویده چې هرات دکندهارسره نښلوی .

XS
SM
MD
LG