د لاس رسي وړ اتصالات

دفلسطین دفتح او حماس نوی ائتلافی حکومت درایو په اکثریت تصویب کړ


دفلسطین دفتح او حماس نوی ائتلافی حکومت درایو په اکثریت تصویب کړ. د١٣٢ کسیز پارلمان دری اتیاغړو نن دشنبی په ورځ کابینه تصویب کړه چې پدی سره هغه خنډ له منځه ولاړ چې دفلسطین سره دخارجی مرستی په مخکی پروت و. دپارلمان ۴١ غړی داسرائیلو په بند کې دی. صدرا‏عظم حانیه دنوی حکومت دپلان دمعرفی کولو په ترڅ وویل، دحماس په مشری حکومت به په هغه سیمه کې دفلسطین ددولت دجوړیدو لپاره کارکوی چې دنولسوه ٦٧ م کال دشپږورځنی جنگ په موده کې اسرائیلو اشغال کړیده . هغه له امریکا نه وغوښتل چې دفلسطین دموضوع په باره کې پخپل دریځ باندی له سره غوروکړی او وائې، دفلسطین او دامریکادخلکوترمنځ ښو اړیکو ته سترگې په لاردی . جمهوررئیس محمود عباس له اسرائیلو نه وغوښتل چې دفلیطینیانوپه خلاف له هرډول تاوتریخوالی او تیری نه لاس واخلی . دفتح اعتدال غوښتونکی مشروویل، فلسطینیان چمتودی چې داسرائیلو سره دسولی په باره کې خبری وکړی . اسرائیلو لاپخوا دفلسطین نوی ائتلافی حکومت ردکړیدی. اسرائیل وائې، دوی به دفلسطین دنوی حکومت سره خبری ونکړی ځکه داسرائیلو دموجودیت حق ندی منلی .

XS
SM
MD
LG