د لاس رسي وړ اتصالات

مشرف وايي دى د ملک د عالېرتبه قاضى سره چې له وظېفى نه ېې گوښه کړېدې هېڅ ډول شخصى عقده او عنا د نلرى


د پاکستان جمهوررئېس جنرال پروېز مشرف وايي دى د ملک د عالېرتبه قاضى سره چې له وظېفى نه ېې گوښه کړېدې هېڅ ډول شخصى عقده او عنا د نلرى. جنرال پروېز مشرف وايي ده د سترې محکمى د رئېس قاضى افتخار محمد چوهدرى خلاف ددى مېاشتى په سر کې ځکه اقدام وکړ چې د پاکستان له کابېنى نه دهغه په باب ډېر شکاېتونه ورته وشول. رپوټ وايي د جنرال مشرف په دې اقدام باندى ېوه اونى په ټول هېواد کې وکېلانو او سېاسى مخالفېنو شدېدې مظاهرى وکړې او پر ښاغلى مشرف ېې دا تور ولگاوه چې د قضايي نظام استقلال ته ېې تاوان رسولى دى. ښاغلى مشرف د شنبى په ورځ په پنجاب کې ېوې غونډې ته د وېنا پر وخت ووېل ېو شمېر عناصر ددې پر خلاف په هېواد کې په دسېسو لگېادى. هغه د دسېسه کوونکېو نومونه وانه خېستل خو لوړه ېې وکړه چې دوى به کامېاب نشى. د سترې محکمى ېوه پنځه کسېزه ډله به د جمعى په ورځ د قاضى افتخار چوهدرى به برخه کې راېه ورکړه چې د پولېسو بندېزونه دې ترېنه لېرى کړى شى. چارواکى وايي چې قاضى په دې کې ازاد دى چې له خپل کورنه هرې خواته ځى ولاړشى او که څوک د ملاقات لپاره ورځى هم ورتللى شى. رپوټ وايي چې قاضى په اسلام اباد کې ېوه اونۍ په کور کې په نظر بندۍ کې تېره کړه.

XS
SM
MD
LG