د لاس رسي وړ اتصالات

دبریتانی ‏(‎١٥ ‏)‎ ماڼوگانو چې  دایران په توقیف کی دی، منلی ده چې دایران اوبو ته په غیر قانونی توگه ننوتی دی .


جنرال علی رضا افشار نن دشنبی په ورځ دایران دمطبوعاتو سره په مرکه کې وویل، دبریتانی افرادو دتحقیقاتو په وخت کې دا ومنله چې دایران اوبوته په غیر قانونی توگه ننوتی دی . دغه جنرال وویل، تحقیقات په تهران کې دوام لری او دغه ١٥ واړو ماڼوگانو او عسکرو روغتیائې حالت ښه دی . دایران سمندری قواو پرون دجمعی په ورځ دایران سمندری قواو دغه عمله وروسته له هغې ونیوله چې دشط العرب په جنجالی اوبوکې دتجارتی کشتیوتلاشی کوی . ایرانی ماموران وائې، دوی پدی پوهیدل چې دوی دایران اوبوته داخل شویدی او دوی ئې دیوتیری کونکی عمل په حیث گڼی . بریتانیه پدی ټکی ټینگارکوی چې سمندری قواوی ئې دعراق په اوبوکې گزمی کوی چې قاچاقبران پیدا کړی او ددغو ١٥ کسانو دسمدستی خوشی کولو غوښتنه ئې کړیده . لویدیځ مطبوعات وائې، دواړه هیوادونه دډیپلوماتیکی لارونه په تماس کې دی .

XS
SM
MD
LG