د لاس رسي وړ اتصالات

مېرمن راېس په مصر کې له  ښاغلي مبارک سره دملاقات په ترڅ کې  د ولسپوښتنى په باب  خپلى اندېښنى څرگندې کړې.


دامرېکا دبهرنېو چارو وزېرې مېرمن کانډو لېزا راېس په مصر کې دهغه هېواد له جمهوررئېس حسنى مبارک سره دملاقات په ترڅ کې، په مصر کې ددېموکراسى او سېمه ئېزو مساېلو په باب خبرې و کړې. دغو دواړو مشرانو دمصر د اسوان په ښار کې نن د ېکشنبى په ورځ سره وکتل. له خبرو نه وروسته مېرمن راېس ددوشنبې د ورځى د ولسپوښتنى په باب چې د ترهگرى خلاف د مصر په اساسى قانون کې د قانون سختې مادې شاملى کړي خپله اندېښنه څرگنده کړه. سېاسى مخالفې ډلې وايي په اساسى قانون کې دا تعدېلات به په مصر کې د بنېادى ازادېو لپاره د په شاتگ او خرابېدو مانا ولرى او دواکمن گوند مټى به د قدرت نه په کار اخېستلو کې قوى کړى. د مصر د بهرنېو چار وزېر احمد عبدالغېث هم چې له مېرمن راېس سره ملاقات وکه ددغو پېشنهاد شوو قوانېنو ملاتړ ېې وکه او وې وېل چې د مصر امنېت ددغه هېواد خپل مسوولېت دى. مېرمن راېس له مصري چارواکېو سره په سېمه ئېزو مساېلو هم بحث وکه ا و وې وېل چې دا دمصر دهغه ملاتړ قدر کوي چې داسرائېلو او فلسطېن دسولې په بهېر کې ېې کوى.

XS
SM
MD
LG