د لاس رسي وړ اتصالات

په عراق کې دامرېکا سفېر چې د مامورېت موده مخ په ختمېدو ده واېې چې چارواکى له ېوشمېر ېاغى ډلو سره د پخلاېنى د هلو ځلو د ېو ې برخى په ډلو مذاکرات کوى


په عراق کې دامرېکا سفېر زلمى خلېل زاد دخداى پامانۍ په ېوه خبرى کنفرانس کې نن ددوشنبى په ورځ ووېل چې له ېاغېانو سره د خبرو مقصد داو چې دالقاعده ترهگره ډله په عراق کې تجرېد شى. ېو چاپى رپوټ وايي چې په عراق کې دامرېکا سفېر زلمي خلېلزاد تېر کال دعراق د سنى ېاغېانو سره دهغو هلو ځلو په ترڅ کې خبرى وکړې چې هغوى دعراق په سېاسى بهېرکې شامل کړى . په هغه مرکه کې چې نن ددوشنبى په ورځ په نېوېارک ټاېمز کې خپره شوېده په عراق کې دامرېکا سفېر چې دمامورېت موده ېې پوره شوېده وايي په عراق کې دېاغېانو له گڼو ډلو سره بحث او مباحثې د ٢٠٠٦ مېلادى کال په اولو کې دعراق له انتخاباتو نه وروسته پېل شوې. رپوټ وايى چې ېو لړ خبرى په گاونډي هېواد اردن کې شوې دي. هغه د خبرو په باب نور تفصېلات ورنکړل. د نېوېارک ټاېمز ورځپاڼه دېو امرېکايي چارواکي له قوله لېکى چې ددې خبرى معلومول گران دى چې له هغو کسانو سره چې سفېر ملاقات وکړ هغوى په رېښتېا د ېاغى ډلو بانفوذه استاځي وو او که نه. ېاغى ډلې ېوه قومانده نلرى. ښاغلي خلېلزاد په مرکه کې داهم ووېل چې دامرېکا اوعراق حکومتونو ته پکاردى چې ېو شمېر ېاغى ډلو ته د عفوې په کولو باندى غور وکړى. دغه را ز اقدام مخکى تردى دامرېکا چارواکېو رد کړى و. رپوټ وايي په دې اونى کې په عراق کې دامرېکا د سفېر په حېث د خلېلزاد وظېفه پاېته رسېږى. دامرېکا جمهوررئېس جورج بش خلېلزاد په ملگروملتنو نو کې دامرېکا دنوى سفېر په حېث نومولى دى.

XS
SM
MD
LG