د لاس رسي وړ اتصالات

اېران  په هغه پېښه اعتراض کړېدى چې د برتانېې عسکرو پکى په عراق کې  داېران  دکونسلگرئ شاوخواته  هوايي ډزې کړېدي


. داېران دولتى خبرى اژانس اېرنا نن د ېکشنبى په ورځ ووېل چې اېران په تهران کې د برتانېې سفارت ته د شکاېت ېو لېک ورلېږلى دى. برتانېې په دغه لېک باندى تبصره نده کړې. خو وايي چې ددوى عسکرو له ټوپک والاو سره په بصره کې د پنجشنبى په ورځ د گزمې پروخت دېوې لنډې شېبې لپاره ټک او ټوک وکه . چارواکي وايي چې عسکرو ېې د اېران د کونسلگرى ودانۍ محاصره کړې نه وه. دغه پېښه او ناندرۍ په داسى وخت کې پښېږى چې اېران دبرتانېې د سنمندرى قواو ١٥ تنه عکسر او ماڼوگان نېولى دى. د شنبى په ورځ دامرېکا جمهوررئېس جورج بش داېران دا کار دنه بښلو وړوباله چې د بر تانېې ١٥ تنه ېې نېولى دى او دهغوى د سملاسى خوشى کولو غوښتنه ېې وکړه. دامرېکا جمهوررئېس ووېل دى د برتانېې دحکومت دهغو هلو ځلو ملاتړ کوى چې د ېرغملو د خوشى کولو لپاره ېې کوى. هغه بندېان ېرغمل وبلل. اېران وايي چې برتانوېان د نېول کېدلو پر وخت داېران په اوبو کې ووخو برتانېه دهغوى دا ادعا ردوي. د شنبى په ورځ په تهران کى داېران جمهوررئېس محمود احمدى نژاد ووېل چې برتانېه کبرجنه ده چې له معذرت غوښتلو نه انکار کوى. دلندن د سنډې تېلېگراف ورځپاڼى نن ېو رپوټ خپورکړىدى او وايى چې دبر تانېې حکومت ښايي د سمندرى قواو ېو عالېرتبه منصبدار اېران ته ولېږى چې هغوى ته په رسمى ډول ډاډ ورکړي چې شاهى سمندرى قوه به په لوى لاس داېران اوبو ته له اجازې نه پرته ور د اخل نسى.

XS
SM
MD
LG